IQNA

   د محسن قاسمي تلاوت د ملایشیا په۶۶ نړیوالو قرآني سیالیو کې(فیلم)

7:17 - August 05, 2025
د خبر لمبر: 3491497
ایکنا – د ایران د اسلامي جمهوريت قرآني استازی، محسن قاسمي؛  د ملایشیا د قرآني سیالیو په ۶۵ پړاؤ نړیوالو کې خپل تلاوت وړاندې کړ.

د ایکنانیوز د راپور له مخې، د ملایشیا د نړیوالو قرآڼي سیالیو شپږ‌ شپېتم پړاو  د ۱۴۰۴ هجري لمریز د زمري د میاشتې (اسد) پر ۱۱  د دغه هېواد په پلازمېنې کوالالامپور کې د سوداګرۍ په نړيوال مرکز کې رسماً پيل شوې.

محسن قاسمي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د ایران د اوقافو او خیریه چارو د ملي قرآني سیالیو ګټونکی دی، د ايران استازی و، او د زمري ۱۲  يکشنبه ئې په دې سیالیو کې خپل تلاوت وړاندې کړ.

د دغو سیالیو بل مهم ګډونوال غلامرضا شاه‌میوه‌اصفهانی دی، چې د قضاوت (داورۍ) په کمیټې کې د ایران له لورې ګډون کوي.

محسن قاسمي په خپل تلاوت کې د انعام مبارکې سورې  له ۱۱م نه تر ۲۱ پورې آيتونه ولوستل.

په دې سیالیو کې هر قاري يوازې يو ځل د اصلي صحنې پر مخ خپل تلاوت ترسره کوي.

د محسن قاسمي ددغه تلاوت په زړه پورې ويډیوئي کلیب ایکنانیوز ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوي

https://iqna.ir/fa/news/4298122

captcha